شنبه, ۰۹ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د روهینګیايي مسلمانانو ټولوژنه په دولتي اډانه کې د لوېدیځوالو د ملتپالنې سیاسي مفکورې د نیمګړتیا له امله ده
بسم الله الرحمن الرحيم
د روهینګیايي مسلمانانو ټولوژنه په دولتي اډانه کې د لوېدیځوالو د ملتپالنې سیاسي مفکورې د نیمګړتیا له امله ده

(ژباړه)  

خبر:

د ۲۰۱۷م کال د سپټمبر پر ۱۳مه د بي بي سي د راپور له مخې د میانمار مشره انګ سان سوچي به په راتلونکې اونۍ کې د ملګرو ملتونو په یو کلیدي بحث کې له ګډون څخه ډډه وکړي؛ ځکه چې پر هغې نیوکې په زیاتېدو دي، چې د روهینګیا د لږکیو مسلمانانو د کړکېچ په اړه یې چوپتیا غوره کړې. د اګېسټ له ۲۵ مې راهیسې نږدې ۳۷۰۰۰۰ روهینګیایان د وحشي بریدونو له امله بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي. د میانمار حکومت د ملګرو ملتونو هغه ادعاوي رد کړې، چې وايې: د روهینګیايي مسلمانانو پر وړاندې منظمه توکموژنه روانه ده؛ خو د بي بي سي خبریال د توکموژنې د یوې کره بېلګې شاهد و. د بي بي سي راپور پر مېرمن انګ سان سوچې، چې د نوبل جایزې لرونکې ده، نیوکه کړې، چې د ټاکنو له بریا وروسته يې هغه روهینګیایان نه دي ژغورلي، چې له کلونو راهیسې له توکموژنې، دوامداره تبعیض او تېري سره مخ دي. د روهینګیا لږکي مسلمانان د بودايي اکثریت له لوري له ژورې توکمیزي کرکې سره مخ دي. که څه هم بي بي سي له هغې سره په دې اړه، چې نوموړې د ستونزو له امله د روهینګیايي لږکیو مسلمانانو په پلوي ګام نه دی پورته کړی، خواخوږي څرګنده کړه. 

تبصره:

د یادونې وړ ده، چې ملګري ملتونه دنده لري، ترڅو په روانه غميزه کې د ستونزې لپاره حل لاره ومومي، خو په واقعیت کې د ملګرو ملتونو اداره د دې ستونزې په حل کې پاتې راغلې؛ چې پر اساس یې دغه بنسټ منځته راغلی. د دې ادارې د اهمیت په اړه د رسنیو بحثونه نمایشي دي.

لوېدیځې رسنۍ له مېرمن سوچي څخه غوښتنه کوي، چې د نوبل جایزه د هغې ناکامۍ له امله بېرته وسپاري چې د توکموژنې او په روهینګیا کې د کړکېچ په کمولو کې پاتې راغلې. له بل پلوه، مېرمن سوچې تور لګوي چې د ستونزې په تړاو په لویه کچه ناسم معلومات خپرېږي. خو حقیقت دا دی چې شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ کډوال  ګاونډي هیواد بنګله‌دېش ته تښتېدلي، تر څو له هغو سلګونو زرو کډوالو سره یوځای شي، چې لا پخوا د عاموژنې له وحشي بریدونو څخه تښتېدلي وو. اوس هم ډېر روهینګیایان پر هغه پوله بند پاتې دي، چې د میانمار پوځ د دوی د بیا راستنېدو د مخنیوی په موخه ماینونه پکې اېښي وو. په داسې حال کې چې یو شمېر نورو د تېښتې په موخه د وړو کښتیو پر مټ له سمندرګي هغې غاړې بنګله‌دېش ته د تېرېدو هڅه کوله، چې په اوبو کې ډوب شول.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونيو ګوتریس وویل: دا یو ستر بشري ناورین دی. کله چې له ده څخه د توکموژنې په اړه پوښتنه وشوه، ده په ځواب کې وویل: د روهینګیا یو پر درېیمه نفوس له هیواد څخه تېښتې ته اړ شول. ایا ته کولای شې داسې لفظ پیدا کړې، چې دغه حالت په ښه ډول بیان کړې؟ ملګري ملتونه په راتلونکې اونۍ کې د مېرمن سوچي په ګډون یا نه ګډون کې ناسته لري. نو د غندنې او د بنګله‌دېش په کمپونو کې د ګڼو کډوالو د بشري ناورین د څرګندېدو تمه ترې کيږي. د غړو هیوادونو له لوري شونې ده د مرستو ژمنې هم وشي. له بل لوري، د امریکا متحده ایالات، اروپايي هیوادونه او چين چوپه خوله دي؛ ځکه چې د میانمار اقتصاد په تدریجي ډول د آزاد بازار پر لور روان دی او ستر پانګوال دولتونه نه غواړي، چې د پانګونې فرصت له لاسه ورکړي او په دې پلمه ټینګار کوي، چې د دوی په خبره په میانمار کې نوې راټوکېدونکې دیموکراسي، چې د ودې په حال کې ده؛ کاواکه نه شي. په یقیني توګه به نیوکې کېږي، خو د میانمار پر وړاندې به له پوره زغم څخه کار اخیستل کيږي، تر څو د روهینګیا د مرستې لپاره اوازونه چوپ کړي او د اسلامي نړۍ مشران به پرته له عملي اقدام څخه، چې اسلام ترې غوښتنه لري، د تېر په څېر تش اخطارونه ورکوي.

لوېدیځ نړیوال نظم او هغه بنسټونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان د دې لپاره جوړ شوي دي، چې د ملي دولت له خطرناک مفهومه ملاتړ وکړي؛ چې دا د اسلامي امت لپاره یوه ستره بلا ده. په ټوله نړۍ کې د ملتپالنې پر بنسټ د دولت مفهوم د خلکو د مرګ او ویجاړۍ سبب ګرځېدلی دی. د المان اشتراکي ګوند ملتپالنه د یوه هڅوونکي ځواک په توګه وکاروله، چې په پایله کې یې په اروپا کې دویمه نړیواله جګړه او ټولوژنه رامنځته شوه. د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته نوموړې مفکورې یو ځل بیا په اروپا کې سر پورته کړ، چې په پایله کې په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنۍ جګړې او بوسنیا کې د مسلمانانو د عاموژنې لامل وګرځېده. دغه مفکوره د روسیې له لوري د اوکراین د بې ثباته کولو او په رونډا کې د ټوټسي توکم د عاموژنې په موخه وکارېده.

د میانمار د وسله‌والو ځواکو لوی درستیز جنرال مین انګ هلینک وویل: چې د راخين ایالات بودایان د دې سیمې ځایي اوسېدونکي دي، چې د خپلو نیکونو له وخت راهیسې همدلته اوسیږي. نو ځکه دوی د میانمار ځايي اوسېدونکي پېژندل کيږي او هغه د حقیقت په پټولو سره په ډاګه تایید کړه، چې د ده هېواد به د روهینګیا اصطلاح ونه مني او نه به يې په رسمیت وپېژني. د میانمار بودايي واکمن اکثریت، له نظره روهینګیایان له بنګله‌دېش څخه راغلي ناقانونه کډوال دي. پورته نظریات د امریکا د متحده ایالاتونو د اوسنۍ ادارې له نظریاتو سره هېڅ توپير نه لري، چې وايي له مکسیکو سره پر پوله دېوال جوړوي، تر څو مکسیکويي کډوال له دغه هېواد څخه وشړي او د امریکا له متحده ایالاتونو څخه بهر ناقانونه کډوال وڅاري، چې په وینا یې امریکا بیا ستره کړي. د دولت د وګړتوب لپاره ملتپالنه یوه وژونکې او وحشي ذهني مفکوره ده چې د انسان د ډېرې بدبختۍ او ګمراهۍ لامل ګرځي. برتانیې له اروپايي اتحاديې څخه د بېلېدو نوښت ځکه پیل کړی، چې برتانیايي ملت د اروپايي اتحاديې په غړیتوب کې مدغم نه شي او د اروپايي اتحاديې د ملتونو یوه برخه ونه ګرځي.

يوازې په اسلامي ایډیولوژۍ کې دا ظرفیت شته، چې بېلا بېل توکمونه سره یوځای، همږغي او د یووالي پر لور یې بوځي؛ خو نن مسلمانان د لوېدیځ له کرغېړنې مفکورې ملتپالنې څخه ځوریږي. موږ مسؤول یو چې له خپلو ځانونو او نورې نړۍ څخه دغه ستره بدمرغي لرې کړو او په دې تمه و نه اوسو چې ملګري ملتونه به دغه چاره سرته ورسوي؛ ځکه چې دا بنسټ د همدې مفکورې (ملتپالنې) د ودې او پراختیا لپاره جوړ شوی دی؛ چې د انسان د بدمرغۍ لامل کېږي. د ملګرو ملتونو د راتلونکې اونۍ ناسته به د غمیزې له غندلو پرته هېڅ درد دوا نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ډاکټر عبدالله روبین

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې